ایا د پاکستان ستراتیژی ریښتیا بدله شوې ؟
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

         

دې روستیو کې د بی بي سی همکار هارون نجفي په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر ښاغلي عمر داودزي سره یوه مرکه کړې. په مرکه ښاغلی سفیر په دې باور دی چې اوس مهال د افغانستان په اړه د پاکستان په نظر کې بدلون او تغییر پېښ شوی. نوموړی د مرکې په یوه برخه کې وايي « څو میاشتې کېږي چې د پاکستان نظر بدل شوی. په تېره فبرورۍ کې کابل ته د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کهر سفر او بیا پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي سفر د دواړو هېوادونو پر اړیکو اغېز وکړ » . همدارنګه په مرکه کې د افغانستان سفیر وړاندې ځي او زیاتوي « په دې یوه کال ، پاکستان کې نظر بدل شویدی. اوس دوی پوهیږي چې نړۍ نوره تېره نړۍ نه ده. نن دا وخت راغلی چې د افغانستان په تړاو دوی خپل سیاست بدل کړي. »

که په پورته څرګندونو کې د ښاغلي سفیر له دې اړوپيچ خبرو څخه تېرشو چې لومړی سر کې د پاکستان د سیاست د تغییر په اړه  یوازې څو میاشتې راپه ګوته کوي او هغه کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کهر له سفر چې د روان کال د فبرورۍ په ۲ مه نیټه وشو او بیا پاکستان ته د افغان ولسمشر کرزي له سفر سره چې د همدې کال د فبرورۍ په ۲۱ مه ترسره شو ؛ تړلي ګڼي خو لږ روسته بیا وایي چې دده په اند له یوه کال راهیسې داسې تغییر پېښ شوی . په هر حال  کیدای شي ښاغلی سفیر د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست او ستراتیژۍ کې د بدلون په اړه ډاډمن وي، خو په مرکه کې يي ددې بدلون او تغییر نښې نښانې یا څرګند دلایل او منلي لاسوندونه ، نه دي وړاندې کړي !

ترڅو چې د افغانستان په اړه د پاکستان په ستراتیژۍ کې څرګند او د لیدلو وړ تغییر او بدلون نه وي پېښ شوی او پاکستان بیا هم په کور دننه د افغانستان لپاره د ترهګرو اډې فعالې ساتي او ترهګر افغانستان ته د ډلوژنې او ویجاړۍ لپاره رالیږي او جګړې ته ادامه ورکوي او لا هم د افغانانو او نړیوالو په وړاندې د خپلې لاسوهنې او تیري څخه انکار کوي او هغه ردوي، داسې څرګندونې که یوخوا د افغان سفیر ښه نیت او سیاسي سادګي بیانوي بلخوا د افغانستان په وړاندې د پنجابی واکمنانو د نویو چلوټو او مداریتوبونو څخه بیا هم د افغان سیاستوالو بې خبري څرګندوي .     

هغه مهال هم کابل ته په سفر اغلې حنا کهر د ناټو دا رپوټ چې پاکستان، طلبانو سره مخامخ مرسته کوي بې بنسټه بللی و . هغې کابل کې له خپل افغان سیال سره د ګډو خبرو غونډې ته ویلي وو «  دغه رار تورونه له تیرو څو کلونو راهېسې هم پر پاکستان لګیدلي دي چې هیڅ بنسټ نه لري.
دغه رپوټ یوې بریتانوی ورځپاڼي (
The Times) بربنډ کړی و چې پکې ویل شوي وو ، د پاکستان څارګره اداره (ISI) له افغان طالبانو سره مخامخ مرسته کوي . په رپوټ کې زیات شوي وو چې پاکستان لوړ پوړي طالب مشران د خپلو اهدافو له پاره کاروي .
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزېرې دغه رپوټ په کلکه رد کړ او وي ویل چې پر هېواد یې دغه راز تورونه کومه نوې خبره نه ده.
« زه فکر نه کوم چې دا به کوم نوی تور وي بلکې دا تورونه له تیرو څو کلونو راهېسې پر پاکستان پورې کیږي او مونږ یې پر دلیل هم پوهیږو، ځکه مونږ له نورو نړېوالو سره ګډه ایجنډا لرو، مهمه خبره داده چې د نړۍ نور هېوادونه اوس طالبانو سره د خبرو په هڅه کې دي خو زه دا راپور په کلکه ردوم. »

د روان کال د مۍ په دریمه ، د امریکا متحده ایالتونو د مشرانو جرګې غړی ډانا رو را بکر په یوه لیک کې د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلانی ته لیکلي، چې که د اسلام اباد چارواکي خپل ولس ته د خپلې ارادې حق ور نه کړي نو راتلونکی به یې تیاره وي. د نوموړي په څېر نور امریکايي چارواکي هم په دې اند دي چې اسلام اباد د ترهګرۍ ضد جګړه کې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره دوه مخي کوي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان د خپل هیواد مشرانو جرګې ته په یوه رپوټ کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو اصلي خنډ دی.

د دغه رپوټ له مخې، د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې د افغان دولت او نړیوالو ځواکونو مخالفو وسلوالو پټنځي، د هغوی پرضد عملیات نه کول او له دغه هیواد څخه افغانستان ته د چاودېدونکو موادو په نه بندولو کې د پاکستان بې غوري هغه څه دي چې په افغانستان کې امنیت خرابوي.

همدارنګه د افغان- امريكا ستراتيژيك تړون له لاسليكېدلو وروسته د واشنګټن چارواكي پاكستان ته خبردارى ور كوي چې افغانستان كې د وسلوالو له ملاتړ لاس واخلي. په دوى كې وروستى خبردارى په كابل كې د امريكا متحده ايالتونو د سفير ريان كراكر دى. نوموړي په جلال اباد كې له اسلام اباد وغوښتل چې د حقاني شبكې او نورو وسله والو ملاتړ پرېږدي.
له هغه مخكې د دغه هيواد د مشرانو او ولسي جرګې غړو او د بهرنيو چارو وزيرې هم دا ډول څرګندونې كړې وې.
شنونكي وايي، په افغانستان كې د سولې او ثبات لپاره د پاكستان رول مهم بلل كيږي، خو امريكا پوه شوې چې اسلام اباد په افغانستان كې د سولې پر ځاى د جګړې په اوږدولو سره داسې ښيۍ چې ګواكې د دوى ګټې يوازې د جګړې له لارې ترلاسه كېدلى شي.
امريكايي چارواكي پوهيږي، چې پاكستان كه څه هم په ښكاره په افغانستان كې د ستراتيژيك تړون مخالفت نه كوي، خو ډېر يې اندېښمن كړى او فكر كوي چې دې تړون په افغانستان كې د جګړې د ګټلو لپاره له وسله والو د دوى ملاتړ نور هم اوږد كړ.

له دې کبله په روستیو کې د پاکستان په ملاتړ د ترهګرو جګړه په افغانستان کې نه ده سوکه شوې او د پخوا پشان توده ساتل کیږي .

د مۍ په ۱۹ مه ، « د پاکستان په چمن ښارګوټي کي د پاکستان پر ضد او د افغانستان په پلوي پراخ لاريون وسو. په دغه لاريون کې، چي د پښتونخوا پارټۍ لخوا رابلل سوی و، لسګونو زرو تنو ګډونوالو د پاكستان د دولت پرضد او د افغانانو په پلوى شعارونه وركول او د پاكستان له څارګرې ادارې آى،ايس،آى او نورو حكومتى ادارو څخه يې غوښته كوله چې په بيلابيلو نومونو د افغانستان په كورنيو چارو کې لاسوهنه بس کړي او نور پريږدي چې افغانان په يوه سوله ییزه فضا کې ژوند وكړي. د دوی په وینا آی ایس آی وسلوال ترهګر په ديني مدرسو کي روزي او بيا يې افغانستان ته د ورانکاره فعاليتونو لپاره استوي. تاند »

د پاکستان واکمنان د افغانستان په اړه په سیاست کې تل مانور کوي او په دې مانورونو کې ښه پاخه شوي او اوس کافي تجربه هم لري . کیدای شي په تاکتیکونو او لنډمهاله موخو کې یو څه نرمښت وښۍ ، خو په اوږدمهاله او ستراتیژیکو موخو کې بدلون به پاکستان ته ستونزمن وي . پاکستان، به په هغه صورت کې دا ستراتیژي بدله کړي چې د امریکا په مشرۍ لویدیځ پرې د مالي ، سیاسي او پوځي فشار کړۍ ورتنګه کړي او پاکستان ددې فشار په وړاندې بل بدیل لکه چین ، روسیه او د نورو هیوادو مرسته او ملاتړ تر لاسه نه کړای شي .

بلخوا په دې مرکه کې ښاغلي عمر داودزي د ایران سره د اړیکو په اړه هم څرګندونې کړي چې یوځای کې يي داسې لولو :  

« د افغان ولسمشر د دفتر مخکني رییس عمر داودزي په ویاړ سره وویل چې د کابل - تهران د اړیکو بنسټ د هغه د ماموریت پرمهال اېښودل شوی، چې په وینا یې همدا ده چې نن د نړیوالو سیاسي او سیمه ییزو توپانونو په امان کې دی. اسلام اباد کې د افغانستان استازی په دې باور دی چې دا ځل به د تهران تجربه هم له پاکستان سره تکرار کړي. »

خو د داود زي د څرګندونو په خلاف د ایران لاسوهنې، په روستیو کې ډېرې شوي او کمې شوي نه دي. د ایران یوه جګپوړي پوځي قومندان وايي چې ممکن په افغانستان کې نوې (جنګي) ډلې د امریکا پر ګټو حملې وکړي. ده پر افغانانو ږغ وکړ چې له خپلې خاورې څخه د امریکایانو د ایستلو لپاره له قوې او زوره کار واخلي .

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د پوځ مرستیال لوی درستیز او د دغه هیواد د سپاه پاسداران د پیاوړي انقلابي ځواک قدرتمن قومندان جنرال مسعود جزایري وايی « داسي نښې نښانې شته چې افغانان به ژر د امریکا د استعمار پرخلاف د بشپړې جګړې لپاره نوې جبهې پرانیزي.»

ملا حنیف د شین ډند ولسوالۍ اوسیدونکی ، د طالبانو قومندان او دې روستیو کې په هرات کې د سولې له بهیر سره یوځای شوی، بخدي خبرې سرچینی ته وايی « موږ وسلوالو کسانو له ادرسکن ولسوالۍ څخه تر بالا بلوک ولسوالۍ پورې تګ راتګ درلود او مالي او وسلوالې مرستې مو له ایران او پاکستان څخه ترلاس کولې »

ایران هم د پاکستان پشان افغانستان کې خپلو لاسوهنو او تیريو ته ادامه ورکوي . دا چې ایران طالبانو ته وسلې ورکوي اوس له هیچا پټه نه ده .  

له بده مرغه د پاکستان او ایران په وړاندې د افغانستان بهرنۍ پالیسې تل ناڅرګنده ، څپڅپانده او د ملي ګټو سره په ټکر کې ساتل شویده .

اوس د نړۍ له سترو هیوادونو سره د تړونونو لاسلیک او د افغانستان د راتلوکې تګلوري په روڼتیا سره ، ددې وخت رسیدلي چې د ګاونډیانو په تېره بیا د پاکستان او ایران په وړاندې هم افغان دولت خپله بهرنۍ پالیسې له سره یو ځل بیا تر غور لاندې ونیسي او په سیمه کې يي د افغان ملت له ګټو سره همغږې کړي .

د ۲۰۱۲ کال د مۍ ۱۹ مه

 


May 21st, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی